د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

kalim_admin
د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د حیرتان بندر ریاست او اقینې بندر مدیریت له لارې معرفي شوي وي، کابل ته د سالنګ له لارې د تیلو د انتقال اجازه لري.

۲. هغه خالي ټانکرونه چې له کابل څخه ستنېږي، بدیله لار (دوشي باميان) مسير به کاروي.

۳. یاد انتقالات به د نن جمعي له شپې څخه عملي پیل شي.

دغه پرېکړې د دې لپاره شوې، څو د تیلو انتقال منظم، د سړک د رغونې چارې خوندي او د عامو خلکو د اړتیاوو پوره‌کولو بهیر چټک او اغېزمن شي.

د دې ګام په نتیجه کې به د تیلو بیې په کابل او جنوبي ولایتونو کې راټیټې شي او د بازار ثبات به ټینګ شي.

...

5 میاشتې ۱ اونی ago

...