په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۳
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دعقرب له ۳۰مې څخه د قوس تر ۶مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۳۹۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۰۸۷۲۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۰۴۲۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۹۸۶۷) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۴۳۸۳) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۳۳۹۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۶۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز رغنیزې او ساختماني چارې سږکال د څه باندې ۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۸:۱۹
Background image

د کابل – جلال آباد دویم لین سړک پر مسیر یوې پایه تلې مکمل کمپلیکس جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد دویم لین سړک پر مسیر د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د کنټرول او د یاد سړک د تخریب د مخنیوي په موخه یوه پایه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۸:۴۹
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د پروان ولایت د والي محترم مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS