د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د (۳۵) عدده زړو (داغ لرونکو) وسایطو د ليلام پروسه

kalim_admin
(35)عراده وسایط داغمه جات خویش را در معرض ایلام

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې خپل (۳۵) عدده زاړه (داغ لرونکي) وسایط د ليلام له لارې وپلوري؛ نو له ټولو شرکتونو، ادارو او هغو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې د داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون غوښتنه لري، هیله کېږي چې د ۱۴۰۴/۹/۲۴ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجو پورې د کابل ولایت، اوومه ناحیه، چهل‌ستون، سړک نو، د ټولګټو وزارت اړوند ورکشاپ آمریت ته حاضر شي.

همدارنګه، د ليلام له پیل څخه مخکې به د ټولو داغ لرونکو وسایطو د اټکلي بیې ۱۵٪ تضمین په نغدو پیسو تر لاسه کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، محترم علاقمندان کولای شي له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسي:
0202526467 - 0784658468 - 0782542636

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۴/۹/۲۴ نېټه د حکومت له لوري په غیر ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستې غونډه به په راتلونکي کاري ورځ په هماغه ځای او هماغه وخت ترسره شي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د تخار ولایت د ټولګټو ریاست د اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

د ټولګټو وزارت اړوند، د تخار ولایت د ټولګټو ریاست اضافي ځمکه چې د یاد وزارت ملکیت ده، د دوکانونو د اعمار په موخه په اجارې ورکوي، دغه ځمکه په جنوبي برخه کې ۱۱۱ متره اوږدوالی او ۶ متره . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست په پام کې لري خپله ځمکه چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه  چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د بازار په مرکز کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه چې شاوخوا (۹۰) متر اوږدوالی او (۲۵) متر . . .

Back to tenders