د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۸
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هېواد ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک او د ننګرهار ولایت د یو شمېر نورو پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې، د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک د رغنیزو چارو د ارزونې تر څنګ، د جلال‌آباد ښار د حلقوي سړک پر مسیر د کمبو معبر د تحکیماتي پروژې څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر ټاکلي وخت د پروژو د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه محترم حاجي معاون صاحب د یادې لیدنې پر مهال د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد ریاست اداري او مسلکي کارکوونکو ته یې د ا.ا.ا د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د چارو د لا ښه ترسره کېدو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد ختیځ زون ته د سفر په لړ کې د لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو کې هم د یو شمېر پراختیایي پروژو څخه لیدنې ترسره کړې دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS