د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د ارزګان ولایت د ۴۰ متره د سیوات پُل جوړولو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطائی قرارداد :پروژه تهیه و خریداری یک قلم جنس کاغذ پوس بانک (A11) مورود ضرورت ریاست محترم تنظیم امور ترازوها وزارت فواید عامه

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي،چې د ارزګان ولایت د ۴۰ متره د سیوات پُل جوړولو پروژې قرارداد، چې تشخصیه شمېره یې MOPW/1405/W-10/NBC ده، د تدارکاتو د اصولو له مخې د مهترلام نیازي ساختماني شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۵۲۰۶۸)  اوآدرس یې د لغمان ولایت مرکز، مهترلام دی، د (۲۸٬۲۴۶٬۶۱۲) اته ویشت میلیونه، دوه سوه شپږ څلوېښت زره، شپږ سوه او دولس افغانۍ دي په ټولیزه بیه ورکړي.

هغه حقیقي او حقوقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې آدرس یې ملالي واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاد شوی شرط بشپړ نه شي او ورپسې ټول قانوني اجراآت پای ته ونه رسېږي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۳:۴۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې (1435 ملي ‌متره ګیج) اړوند د یوه کرېندار درزین د چمتو کولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د خواف – هرات د اوسپنیزې لارې د درېیمې قطعې (1435 ملي ‌متره ګیج) اړوند د یوه کرېندار درزین د چمتو کولو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا -  د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې، د عوایدو ریاست اړوند ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۲۵ بابو کانتینرونو د چمتو کولو او تدارک پروژه لومړی لاټ او ۲۵ بابو کانتینرونو د چمتو کولو او تدارک پروژه دویم لاټ

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې، د عوایدو ریاست اړوند ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۲۵ بابو کانتینرونو د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پلخمري – سمنګان عمومي لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پلخمري –  سمنګان  عمومي لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د ترمیم  د پروژې د داوطلبۍ . . .

Back to tenders