د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای د درېیو (۳) لیول کراسنګونو د اساسي ترمیم او د آقینې تمځای د څلورمې فرعي کرښې ترڅنګ د سړک د جغل اچونې پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري ترڅو د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای د درېیو (۳) لیول کراسنګونو د اساسي ترمیم او د آقینې تمځای د څلورمې فرعي کرښې ترڅنګ د سړک د جغل اچونې پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-012/NCB  تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د ریفارمر ساختمانی او انجینرۍ شرکت ته، چې د جواز شمېره یې  (D-32656) او د فتر یې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، په طلائي ښار ګوټي کې موقیعیت لري، د (4,830,750) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي

...

11 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د (۳۲) عراده داغمه لرونکو وسایطو د مزایدې خبرتیا

د ټولګټو وزارت (۳۲)عراده داغمه لرونکي وسایط د مزایدې له لارې پلور ته وړاندې کوي. هغه کسان چې په مزایده کې ګډون کوي، مکلف دي چې د ټاکل شوي قیمت ۱۵فیصده پیسې د مزایدې له ترسره کېدو وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګۍ په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس د جوړولو او احداث  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

Back to tenders