د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/G-34/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د محترم ګلاب الدین خان زاده سوداګریز او لوژستیکي شرکت ته ، چې د جواز شمېره یې (7200) ده او د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په قوای مرکز د نجیب زراب مارکېټ کې موقعیت لري، د ( 2,098,000) دوه میلیونه اته نوي زره افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
