د ټولګټو محترم وزیر په بلخ ولایت کې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۸:۳۸
د ټولګټو محترم وزیر په بلخ ولایت کې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، بلخ ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر لومړی د بلخ – شبرغان ۲۵ کیلومتره سړک د لومړي لاټ رغونې پروژې څخه لیدنه وکړه. دغه سړک بلخ ولایت له کلفت بندر سره نښلوي او دا مهال یې د پلګوټو د سیخبندۍ او کانکریټ اچونې او د سړک د فرش د پرکارۍ چارې روانې دي.

ورپسې د ټولګټو محترم وزیر د بلخ – کشنده (پل برق) د ۱۸ کیلومتره سړک د رغونې پروژې څخه لیدنه وکړه. دغه سړک د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ له مرکز څخه پیلېږي او د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ پورې غځېږي، چې دا مهال یې په بېلابېلو برخو کې چارې په منظم ډول جریان لري.

د ټولګټو محترم وزیر دیادو پروژو د مراقبت او تطبیق کوونکو ټیمونو او همدارنګه د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د یادو پروژو چارې د تخنیکي مشخصاتو مطابق، د باکیفیته موادو په کارولو سره او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

همدارنګه، د ټولګټو محترم وزیر په دغه سفر کې په بلخ ولایت کې د حیرتان دوراهي، تخته پل او امام بکري د لوړ تناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول له تلو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د یادو تلو کارکوونکو او مسؤلینو ته د بار وړونکو وسایطو د دقیق کنټرول او د اضافه وزن د لېږد د مخنیوي په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اضافي بار لېږد او نه مخنیوی یې د سړکونو د تخریب سبب کېږي او باید د وسایطو د وزن کنټرول په برخه کې جدي پاملرنه وشي.

د دغه سفر په پای کې، د ټولګټو محترم وزیر د یاد ولایت د ټولګټو ریاست مالي، تخنیکي او اداري برخو ارزونه وکړه او د دغه ریاست کارکوونکو ته یې د مسؤلیت پذیرۍ، د اوامرو د اطاعت، د چارو غوره پرمخ وړلو، د پروژو د دقیقې څارنې او خلکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنه‌غوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۸:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر په بلخ ولایت کې د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، بلخ ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت. . .

BACK TO NEWS