د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري
د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول جریان لري.
دغه جومات په درې جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په یو وخت کې د ۳۰۰ تنو (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه) لمونځ کوونکو ظرفیت لري. همدارنګه د وسایطو لپاره منظم پارکینګ، د ملا امام لپاره ځانګړی د استوګنې ځای، د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره جلا د لمانځه ځایونه او د نارینه او ښځینه وو لپاره د اوداسه جلا ځایونه هم پکې رغول کېږي.
