داوطلبۍ ته د بیاځلې بلنې خبرتیا- د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

kalim_admin
اعلان مجدد دعوت به داوطلبی- پروژه ساختمان پل جدید در ساحه دهن بی سرک واقع در مسیر سرک ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی بالای دریای لذیر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر د دهن بي سرک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې سافټ کاپي او تخنیکي اسناد د ملي تدارکاتو محترم ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو(https://tenders.ageops.af) له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د اصولو له مخې، په تړلي او مهر شوي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلې تر ۱۳مې نېټې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې لېږل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلې په ۱۳مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت په مقر جومات کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MO . . .

Back to tenders