د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د بنګي له دوراهي څخه تر اشکمش ولسوالۍ پورې د عمومي سړک د ترمیم او بیارغونې پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بنګي له دوراهي څخه تر اشکمش ولسوالۍ پورې د عمومي سړک د ترمیم او بیارغونې پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-068/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د بصیر حبیبي ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-04-1683) ده او کندهار ښار عینو مینه کې موقعیت لري، چې قیمت یې (12,800,112.30) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي
