د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د آسفالت‌ اچوونې چارې جریان لري

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۱
د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د آسفالت‌ اچوونې چارې جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د رغوونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې اوس مهال یې د آسفالت‌ اچوونې چارې پیل شوې او جریان لري.

دغه سړک ۲۸.۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې د ۵۶ پایو پلګوټو او ۵.۳ کیلومتره کانکریټي ویالو د جوړولو چارې شاملې دي چې تر اوسه د ۴۲ پایو پلګوټو او ۳.۸ کیلومتره ویالو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه په دغه ولایت کې د یو شمېر نورو پروژو چارې هم پیل کړې دي

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

کار اعمار دو پروژه ترمیماتی به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی در ولایت بلخ آغاز شد

کار دو پروژه ترمیماتی به طول مجموعی ۶۸ کیلومتر در ولایت بلخ، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد شده بود، با حضور داشت محترم مولوی نورالهادی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۳۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک رغنیزو چارو څخه لیدنه او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د بامیان–دایکندي سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بامیان–دایکندي مسیر د ۵۷ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچونې چارې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې تېره ورځ د. . .

BACK TO NEWS