په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ عمومي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې
په دایکندي ولایت کې د پاتو ولسوالۍ عمومي سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۹ میلیونه ۸۲۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد او د دایکندي ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي اکرام الله عبدالرافع او قومي مخورو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.
دغه سړک ۳.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري چې پاتو ولسوالي د دایکندي ولایت له مرکز سره نښلوي او په اوږدو کې د ۱۰ پایو پلګوټو د رغونې کار هم شامل دی. دغه پروژه به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
د یاد سړک په بشپړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکې ستونزې هوارې او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د ترمیماتي پروژو په پلې کولو سره هېوادوالو ته د خوندي او آسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.
