د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د 1405 مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژو جوړونې ریاست د اړتیا وړ دوو مکمل الاسباب کمپیوټري دستګاوو (DGPS) او اړوندو ملحقاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405 مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژو جوړونې ریاست د اړتیا وړ دوو مکمل الاسباب کمپیوټري دستګاوو (DGPS) او اړوندو ملحقاتو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د (MOPW/1405/G-58/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی ده، د السدیس برایټ ساختماني او انجینرۍ شرکت ته، چې جواز شمېره یې (100094) ده، او د شرکت پته یې : کابل ښار مرکز د درېیمې ناحیې اړوند د سیلو درېیم سړک کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې (2,910,000) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
