د ټولګټو وزارت محترم وزیر په هلمند ولایت کې د یو شمېر پروژو روانې چارې و ارزولې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د ګرشک – موسیکلا مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک، د ګرشک بازار ۸ کیلومتره سړک او د ګرشک نوي پل له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
محترم وزیر صاحب د یادو پروژو د چارو د ارزونې پر مهال د پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو رغنیزې چارې، د ټاکل شویو معیارونو مطابق د لوړ کیفیت لرونکو ساختماني موادو په کارولو او په چټکۍ سره پر مخ یوسي او دغه پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د ګرشک – موسیکلا سړک د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې ۴۳۲.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې په اوږدو کې یې د ۴۸ پایو پلګوټو، دوو واشونو او ۲۰۶ متره استنادي دېوالونو رغول هم شامل دي، چې اوس مهال دغه پروژه د ۵۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.
همدارنګه، د ګرشک ولسوالۍ بازار سړک پروژه ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې اصلي او فرعي لینونه، منځني ګلدن، د سړک دواړو غاړو ته پیادهروونه او سیخ لرونکې کانکریټي ویالې پکې رغول کېږي. په دې پروژه کې د څلورو پلونو او ۱۸ پایو پلګوټو رغونه هم شامله ده، چې چارې یې دا مهال په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي.
بلخوا، د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د نوي پل رغنیزې چارې هم د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي. یاد پل ۳۳۷ متره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، چې اوس مهال یې د رغونې چارې د ۱۸ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د کندهار – هرات لویې لارې د رغنیزو چارو سربېره په کندهار او ارزګان ولایتونو کې هم د یو شمېر پروژو رغنیزې چارې ارزولې دي.
