د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قرارداد
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قراردادچې د MOPW/1405/W- 085/ NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی د چیلنج آسیا ساختماني شرکت ته، چې د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې موقیعت لری د قراردادونو د قانون له مخې چې مجموعي قیمت یې ( ۱۲۰۸۱۳۵۸.۰۵) افغانۍ دی په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
