د 1405 مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ 678 قلمه پرزه جاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه د 8 ولایتونو اړوند د مطلقې مؤجلې بیعې پر اساس
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د تنظیم ریاست د اړتیا وړ 678 قلمه پرزه جاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه د 8 ولایتونو اړوند د مطلقې مؤجلې بیعې پر اساس د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-61 /NCB تشخصیه نمبر لرونکی ده، د توفیق نظري لمیتد شرکت ته، چې جواز شمېره یې (23139) ده او پروان سه په سیمه کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې(18,662,016) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
