د جوزجان ولایت د شبرغان ښار حلقوي سړک د جوړولو کار ۴۷ سلنه مخته تللی
د جوزجان ولایت د شبرغان ښار حلقوي سړک د جوړولو کار ۴۷ سلنه مخته تللی
د شبرغان ښار حلقوي سړک څه باندې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶۵ متره پلنوالی، څلور د حرکت خطونه، ۳۲ پایې پلچکونه، دری ګلدانه او ۱۵۰۹ پایې د روښنايي سیستم، یوطرفه او دوه طرفه سولرونه چې په ډیزان کې شامل دي لري.
د څه باندې یو میلیار افغانیو په ارزښت له خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی چې تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۴۷ سلنه پرمختګ کړی، دا پروژه د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي.
دا سړک له مهمو او حیاتي پروژو څخه ده چې د هیواد شمال او لویدیځ سره نښلوي، همدارنګه د جوزجان ولایت اړوند ولسوالۍ او ګاونډي ولایتونه به ترې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه واخلي، د شبرغان ښار د ترانسپورټي ستونزي په اواري، د ښاري پراختیا، روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو ته لاس رسی او د ژوند د وضعیت ښه والی له ځان سره لري.
د ټولګټو وزارت ــ کابل
لړم ۱۳، ۱۳۹۹