د کندهار- سپین بولدک دویم لاټ سړک د جوړلو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي

د کندهار – سپین بولدک دویم لاټ سړک چې ۶ .۳۹ کیلومتره اوږدوالی او ۱۱.۲ متره پلنوالی، ۶۶ پُلګوټي او ۷ دانې معبرونه لري، دغه راز د یاد سړک په اوږدو کې دوه پُلونه چې یو ۲۴ متره او بل یې ۱۸۰ متره اوږدوالی لري هم شامل دي.
دا سړک چې د څه باندې یو ملیارد افغانیو په ازښت د افغانستان حکومت په مالي مرسته رغیږي او تر مهاله یې رغنیزې چارې د ۷۰ سلنه بشپړې شوي.
دا پروژه چې بېساری اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري له بشپړیدو سره به یې کندهار ښار پر ګڼو ولسواليو سربیره له سپین بولدک او د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې له پاکستان هیواد سره ونښلي تر څنګ به یې د کندهار ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدوونکې به ترانسپورتي اسانتیاوو، زده کړو او روغتیایې چوپړتیاوو ته تر پخوا په اسانه ډول لاس رسی پیداکړي.
همدارنګه د یاد سړک پر مرسته به د کندهار ولایت اوسېدوونکې پر انارو سربیره خپل ګڼ کرنیز توکې پر وخت کندهار ښار او له هغه ځایه د ځمکني او هوایي ترانسپورت له لارې پاکستان، هندوستان او چین هیوادونه ته صادر کړي.
د ټولګټو وزارت ـ کابل
د وري ۸ مه ۱۴۰۰