له کلونو ځنډ وروسته د ابريشم دويم پله په جوړولو هوکړه وشوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۶:۱۱
له کلونو ځنډ وروسته د ابريشم دويم پله په جوړولو هوکړه وشوه

 

د ټولګټو وزارت د رهبرۍ د هڅو او نورو اړوندو ادارو په همغږۍ، په هغه ناسته کې چې د ټولګټو وزارت د ترانسپورټي زیربناوو د ساتنې او څارنې مرستیال او ورسره مل پلاوي له ایرانې پلاوې سره درلوده د ابریشم د دویم پُل پر جوړلو هوکړه شوي وه.

په یاده ناسته کې دواړو لورو هوکړه کړي وه، چې د ابریشم ـ میلک دویم پُل به د اوسنې پُل تر څنګ د افغانستان او ایران هیوادنو په مساوي لګښت به نیمروز ولایت کې جوړیږي.

چې له ښه مرغه اوس مهال د ابریشم ـ میلک دویم پُل تخنیکي مطالعات د دواړو لورو په هڅه پیل شوي او په راتلوونکې څو میاشتو کې به یې عملي چارې پيل شي، د چابهار بندر له لارې د سوداګري ارزښت ته په کتو د ابریشم اوسنې پُل د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږ او مسافرینو د تګ راتګ لپاره کافي ظرفیت نه درلود، د خلکو او سوداګرو پر غوښتنو سربیره ټولګټو وزارت لازم وباله، چې د اوسنې پُل تر څنګ نوی پل ورغیږې چې د تخنکي مطالعاتو له بشپړیدو ورسته به یې رغنیزې چارې پیل شي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS