بامیان: د بغلان – بامیانو د پنځمې برخې سړک رغنیزې چارې دوام لري

wali_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۵:۲۹
بامیان: د بغلان – بامیانو د پنځمې برخې سړک رغنیزې چارې دوام لري

د بغلان – بامیانو پنځمه برخه سړک، چې ۱۹.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ له بابکه باغک کلي څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر تاقه دکان کلي پورې غځیږي.

د سړک د دې برخې په اوږدو کې ۲ پایې پُلونه، ۱۰۷ پایې پُلګوټي، ۱۲۹۲ متره کانکریټي استنادي دیوال، ۱۲۵۳۷ متره مکعب ډبرین استنادي دیوال او ۱۴۳۰ متره د اوبو لښتې لري هم په اساسي ډول سره جوړیږي.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د نړۍوال بانک لخوا ورکول کیږي چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي.

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال به د سیمه نارینه اوسېدونکو ته ۱۵۰۰۰ کاري ورځې او ښځینه اوسېدونکو ته ۱۰۰۰ کاري ورځې رامنځته کړي.

د دوشي – بامیانو سړک، د سالنګ لویې لارې غوره بدیل ګڼل کیږي؛ چې د سالنګ لویې لارې د بندېدلو په صورت کې به له دې لارې څخه د تګ راتګ په موخه ګټه اخیستل کیږي.

یاد سړک، د شمال – سویل ترانسپورتي دهلیز برخه ده؛ چې د هیواد د شمالي ولایتونو، مرکزي آسیا او پلازمینې کابل ترمنځ د

سوداګریزو توکو په لیږد - رالیږ کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدارنګه د دوشي بامیانو د سړک د دې برخې له جوړیدو سره به د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د بابکه باغک، خاکمتکی، بازار کهنه باغک، بازار باغک، زر زرک، کوته رئیس، حصارک، تاقه دکان سیمې سره ونښلوي او د دې سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې به هوارې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

د کابل – میدان ښار د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم اساسي چارې رسماً پیل شوې

د کابل ښار د کمپنۍ له پُل څخه د میدان ښار په لور د ۸ کیلومتره سړک د ترمیم ( قیرریزي ) چارې د ټولګټو وزارت د تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د سالنګ لویې لار د ٣٠ کیلومتره سړک د ترمیم چارې دوام لري

د شمالي او جنوبي سالنګ ٣٠ کیلومتره سړک چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا د څه باندې ٥٣ میلیونه افغانیو په ارزشت تړون شوی اوس مهال یې د ترمیم چارې په چټکۍ سره رواني دي.

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۴ - ۲۲:۳
Background image

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له رئیس او د افغانستان لپاره د ملل متحد د ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال سید ادریس میر، په داسي حال کې چې د یاد وزارت یو شمیر رئیسانو هم حضور درلود، په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ( WFP) له رئیس میرمن مری الن، او د. . .

BACK TO NEWS