داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۶ تأسیساتي اطاقونو د اجارې ورکولو د پروژې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، ټولګتو وزارت په پام کې لري، د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند د ۲۷۱.۷۹ متر مربع ځمکې په ساحه کې د ۶ تأسیساتي اطاقونو پروژه، چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د دوشاخ په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، کولای شي د دې وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو آمریت ته د غوښتنلیک له سپارلو وروسته، د شرطپاڼې سکن ترلاسه کړي او د یادې ځمکې لپاره خپله اغېزمنه، اقتصادي او د تطبیق وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټې، د پنجشنبې په ورځ، د سهار تر (۱۰:۰۰)بجو پورې، چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د مزایدې او داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون په موخه وسپاري.
که چېرې ګډونوال د استازي له لارې ګډون کوي، استازی باید رسمي خط له خپلې طرحې سره ضمیمه ولري.
یاده طرحه باید لاندې موارد ولري:
۱- د اطاقونو د استفادې د موخې او ډول روښانه تشریح.
۲- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې.
۳- د اجارې موده؛ محترم داوطلب باید د خپلې طرحې په متن کې د اجارې موده، چې یو کال ده، په واضح ډول ولیکي.
۴- میاشتنی کرایه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په مشخص او مستدل ډول وړاندې کړي او مبلغ یې هم په څرګند ډول ذکر کړي.
۵- د ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د داوطلب لپاره لازمي ده.
د مزایدې او طرحو د پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۴/۱۸، د سهار (۱۰:۰۰) بجې
د اجرا تضمین:
بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندیز شوې یو کلنې کرایې معادل مبلغ د بانک ګرنتۍ په بڼه د اجرا د تضمین په توګه وړاندې کړي.
یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۱۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د یادې مزایدې او د طرحو د پرانیستلو بهیر به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه وخت او په همدې اعلان کې په درج شوي ځای کې ترسره شي.
