د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو د رغنیزو چارو بیا پیل او له یادې پروژې څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۲
د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو د رغنیزو چارو بیا پیل او له یادې پروژې څخه د ټولګټو وزارت د محترم وزیر لیدنه

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک د پاتې برخو رغنیزې چارې بیا پیل شوې، چې له یادې پروژې څخه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، له نږدې لیدنه وکړه او د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفیت او پر وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د جلال‌آباد - تورخم د دویم لین سړک رغنیزې چارې، چې نیمګړې پاتې وې، اوس مهال د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د پاتې برخو کارونه بېرته پیل شوي دي.

یاده پروژه ۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۸۴۸.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د پاتې برخو چارې قرارداد شوې دي، او ټاکل شوې ده، چې د ۲۲ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر تېره اونۍ کنړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو ته سفر کړی وو او د خپل کاري سفر پرمهال یې د یادو ولایتونو د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهېر څخه هم لیدنې ترسره کړې دي.

محترم وزیر صاحب د کابل – جلال‌آباد د دویم لین د لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د ننګرهار ولایت والي محترم  ملا محمد نعیم آخند، د مالیې وزارت مالي مرستیال محترم حاجي عبدالقدیر احمد او د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي یې ملتیا کوله او د یادې پروژې تخنیکي ټیمونو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره سړک د پلګوټو، کانکریټي ویالو د رغونې، کندن کارۍ او پرکارۍ چارې په چټکۍ سره جریان لري، چې تردې مهاله شاخوا ۵ کیلومتره سړک کانکریټ اچونې ته چمتو شوی دی.

 د یادو پروژو د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړیدو سره به یې  د ټرانسپورت او ټرانزيټ په برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته او په اوسني مسیر به د وسایطو ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښې به را کمې شي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د کندز ولایت د چغه او آقتاش پلونو د ترمیم پروژه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د بنګي سیند پر سر د ۸۴ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو پلنوالي سره د چغه پل، او همدا رنګه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸.۴ مترو په پلنوالي سره ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۵۹
Background image

د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیم لاټ ۵۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت جریان لري

د بادغیس ولایت اړوند د قیصار–لامان د حلقوي سړک د درېیم لاټ پروژه، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، د ۴ میلیارده، ۶۵۲ میلیونه او ۵۳۶ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ د قیر اچونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردک – بامیان سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې د څه باندې ۸۵۸ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرار داد. . .

BACK TO NEWS