د طالبانو له خوا وران شوی پلګوټی بيا ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۹:۵۹
د طالبانو له خوا وران شوی پلګوټی بيا ورغول شو

 

نن سهار د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ پر غځیدلي سړک فتح آباد سیمه کې یوه پایه پُلګوټی د طالبانو له خوا د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله ویجاړ شو.

د ياد پولګوټي له ويجاړيدو سره سم عام ولس د تګ را تګ پر مهال له سختو ستونزې مخ شو.

د همدې ستونزې د هوارۍ په موخه د ټولګټو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د شته ماشینرۍ په واسطه د څو ساعتونو په ترڅ کې ډير ژر ویجاړ شوی پُلګوټی بیاورغول شو، چې اوس مهال هېواد وال کولای شې پرې تګ را تګ وکړې.

د ټولګټو وزارت ژمن دی چې د هیواد په هره برخه کې ټولې ویجاړې شوې لارې، پلونه او پُلګوټو د رغولو ترڅنګ له دې ټولو ساتنه او څارنه هم وکړي.

ټولګټو وزارت ـ کابل

+4

Your Post Wasn't Boos

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS