د لوړ تناژ بار وړونکو وسائطو د وزن او ابعادو د کنترول دمقررې د تعدیل غونډه تر سره شوه

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۹:۲۷
د لوړ تناژ بار وړونکو وسائطو د وزن او ابعادو د کنترول دمقررې د تعدیل غونډه تر سره شوه

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ۲۴۱ کڼه او ۱۴۴۴/۳/۱۹ نیټه فرمان په اساس د لوړ تناژ بار وړونکو وسائطو د وزن د کنترول دمقررې د تعدیل غونډه د ترازو ګانو د رئیس مولوي احمد الله په مشرۍ  ترسره شوه، چې د اړوندو ادارو او وزارت خونو نماینده ګانو هم په کې ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د ټولګټو وزارت د ترازوګانو رئیس مولوي احمدالله و ویل: د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د وزارت خونو او اداراتو قوانین او مقررات دې له شرعي پلوه و ارزول شي او نوموړي د لوړ تناژ بار وړونکو وسائطو د وزن او ابعادو د کنترول د مقررې په هکله مختصر معلومات وړاندې کړل.

په دغه غونډه کې د یادې مقررې په هکله له دیني او تخنیکي پلوه مفصل بحث وشو، ګډون کونکو هم خپل نظریات وړاندې کړل او فیصله وشوه چې په راتلونکې اونۍ کې به اړونده ادارې او وزارت خونې خپل نظریات په لیکلې بڼه رسماً د ټولګټو وزارت سره  د مقررې د بشپړولو لپاره شریک کړي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS