د کابل – پروان د دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – پروان دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د کابل ولایت د والي محترم ملا امینالله عبید، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم قاري حجتالله عباس، او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.
یاد سړک چې د کابل ولایت له صوفیا پله تر پروان ولایت دروازې پورې ۶۳.۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د دواړو لینونو د ترمیم او داغګیرۍ چارو ساختماني مواد یې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او د کابل ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره عملي کېږي.
د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د کابل ولایت والي محترم مولوي امین الله عبید د سیمې اوسېدونکو ته و ویل، چې د یاد سړک په اوږدو کې دې خپل سري جمپونه، موانع او د شولډرونو له غاړو څخه غرفي لرې کړي او د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړو خواوو ته دې درې متره شولډرونه ورغول شي.
د دې سړک په ترمیم او داغګیرۍ سره به د کابل او شمالي ولایتونو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله په اساسي ډول هوارې شي.