د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د بیشکپه سړک رغنیز کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۵۴
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د بیشکپه سړک رغنیز کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

دا سړک چې ۱۴.۵ کیلومتره اوږدوالی او د سړک غاړو تر څنګ ۴ متره پلنوالی لري، اوس مهال یې رغنیز کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

د دې پروژې رغنیز کار د څه باندې ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی وو، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې سړک د کار له بشپړیدو سره به د بیش کپه افغانیه، ازبکیه، ترکمنیه، مجر ترکمنیه، نوآباد، غوري درک، ده نازي، شهباز، ملا نجیب او قبلنجر کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ګڼې ستونزې هوارې او د امام صاحب ولسولۍ به له مرکز سره ونښلي.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS