ننګرهار:
د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د چپرهار ولسوالۍ د غځېدلي سړک د ویجاړو او ټپي برخو د داغګیري کار روان دی.
د دغه ترمیماتي پروژې له بشپړېدو سره به د یاد سړک له ډیر تخریب څخه مخنیوی وشي او د خلکو شته ترانسپورتي ستونزې به د پخوا په پرتله هوارې شي.