ټولګټو وزارت هغه سړکونه پر قراردادي شرکتونو بیرته جوړوي چې بې کیفیته رغول شوي
ټولګټو وزارت د سړکونو کیفیت ته ژمن دی او له همدې کبله یې ټولو شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې سړکونه له معیارونو، او شرطپاڼې سره سم جوړ کړي تر څو په لنډه موده کې بېرته وران نشي.
د نوې شرطپاڼې له مخې د پروژې نهايي یا وروستۍ تسليمي له یوه کال څخه دریو کلونو ته ځنډول شوې او که په دغو دریو کلونو کې سړک بیرته وران شي نو قراردادي شرکت یې د جوړېدو مسؤلیت پر غاړه لري.
د وزارت رهبرۍ د پروان ولایت د مرکز چاریکارو اړوند توپ دره کلي کې قراردادي شرکت ته د هغه سړک د بیا رغونې سپارښتنه کړې چې څه موده وړاندې یې جوړ کړی و خو د ټیټ کیفیته له کبله بېرته وران شوی دی.
دا سړک ۴.۴۹ کېلو متره اوږدوالی لري چې اوس مهال قراردادي شرکت ورباندې بل لای اسفالټ (قیر) اچوي چې چارې یې دا مهال ګړندۍ روانې دي.
د دې سړک لګښت د افغانستان د حکومت له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوی چې په جوړېدو سره به یې د توپ درې خلکو ته د تګ راتګ ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.