په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۳۰
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد له ۳۱مې د سنبلې تر ۶مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۶۰۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۸۳۳) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۳۱۲۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۲۱۱۶) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۹۱۶۷۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۲۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه ده.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS