پکتيا: د ګردیز ـ زرمت سړک رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۴:۱۱
 ګردیز ـ زرمت سړک رغنیزې چارې دوام لري

د ګردیز ـ زرمت د څلورمې برخې لومړی لاټ سړک، چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره عمومي پلنوالی لري، چې ۲ متره یې سړک غاړې په بر کې نیسې.

دا پروژه د څه باندې ۳۴۷ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې اوس مهاله یې رغنیزې چارې له ۱۴ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د دې سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به زرمت ولسوالۍ د پکتیا له مرکز ګردیز سره ونښلي، همدارنګه به د یاد سړک پرمټ پکتیا ولایت له پکتیکا او غزني ولایتونو سره هم وصل شي.

ترڅنګ به یې د زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزي هواري شي، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو ته به د خلګو لاس رسی تر پخوا اسانه شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS