د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د يوه ۶۰ متره پُل رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۵:۴
د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د يوه ۶۰ متره پُل رغنیز کار دوام لري

دا اوسپنیز کانکریټي پُل چې ۶۰ متره اوږدوالي او ۱۹۵ متره نښلونکی سړک لري، د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په قزیل کلا کلي کې جوړیږي، چې تر دې مهاله یې د جوړولو کار له ۲۸ سلنه رغنیز پرمختګ سره دوام لري

د یادې پروژې رغنیز کار د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي

د یاد پُله رغونه د پښتون کوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ځانګړی ارزښت لري، چې د رغنیز کار له بشپړیدو ورسته به یې ترانسپورتي ستونزې تر پخوا کمې شي، همدارنګه به د یادې پروژې د رغنیز کار پر مهال د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۵۶۰ کاري ورځي هم رامنځته شي

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS