د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د سړک چارې ۵۱ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۱:۱۷
د بدخشان په یفتل پایین ولسوالۍ کې د سړک چارې ۵۱ سلنه کاري پرمختګ لري

دا جغلي سړک چې ۸.۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ اړوند په سریننګ کلي کې جوړیږي چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۵۱ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک دا پروژه د ټولګټو وزارت او دوو سیمه ییزو شورا ګانو ترمنځ تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یادې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې به د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مسقتیم ډول ۵۴۱۰ کاري ورځې رامنځته شي او د کار له بشپړیدو سره به یې ګڼ کلي د یفتل ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شي.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS