د شیخ ابونصر فراهي سړک د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۳:۳۸
د شیخ ابونصر فراهي سړک د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی

د شیخ ابونصر فراهي سړک د درېیم لاټ (میل ۷۸) د اساسي رغونې کار په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دی، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د قیر اچونې چارې هم پیل شي. د شیخ اوبونصر فراهي سړک، ټولټال ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د فراه لایت له مرکز څخه پیل تر ابونصر فراهي بندر پورې غځېدلی دی، چې د دغې برخې د رغونې لګښت د ایران هیواد له لوري ورکول کیږي. د یاد سړک له جوړېدو سره به د فراه ولایت مرکز د شیخ ابونصر فراهي سوداګریز بندر له لارې له ایران هیواد سره ونښلول شي او ورسره به د سوداګریزو توکو په چټک او خوندي لیږد رالیږد کې د پام وړ ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

BACK TO NEWS