د اوسپنې پټلۍ مرستيال د قزاقستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکو څيړنو انسټيټيوټ له رئيس سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او تخنيکي ټيم په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هيواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتيژيکو څيړنو انسټيټيوټ له رئيس محترم یرکین توکوموف او مل پلاوي سره پرون وکتل.
په ليدنه کې د افغانستان له طريقه د اوسپنې پټلۍ له لارې د مرکزي آسيا هيوادونه د جنوبي آسيا له هيوادونو سره پر نښلولو، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پر پراخولو او معياري کولو، د اوسپنې پټلۍ د سوداګريزو انتقالاتو د حجم او ظرفيت زياتولو، د افغانستان له لارې د قزاقستان د تجارتي توکو د کچې لوړولو، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي کارکوونکو ارتقاء ظرفيت او د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په تړاو مفصل بحثونه ترسره شول.
په پای کې ياد پلاوي ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د قزاقستان هيواد د ريل پتلۍ اړوند تخنيکي ټيمونه د پورتنيو موخو پوره کولو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له تخنيکي ټيمونو سره په ګډه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې تخنيکي بحثونه ترسره کړي.