په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۱۳۲۱۷) ټنه او د خواف –هرات (۸۶۰۵۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۷۲۶۵۶۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په دلوې مياشت کې (۲۳۵۳) ټنه  صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې  او د انارو جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا دټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل - غزنی لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني پرون جمعه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

د قیصار–لامان سړک د ٥٠ کیلومتره برخې د رغونې چارې پیل شوې

د قیصار–لامان سړک د یوې برخې چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د رغونې چارې تېره ورځ د ریاست‌الوزراء عالي مقام د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند او یو شمېر ځايي مسؤلینو په شتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

BACK TO NEWS