د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پلخمري – سمنګان عمومي لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د ترمیم پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پلخمري – سمنګان عمومي لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د ترمیم د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/W-045 /NCB/REBID تشخصیه نمبر لرونکی ده، د تدارکاتو د اصولو له مخې دې میربچه کوټ ساختماني او سرکسازۍ شرکت ته، چې جواز شمېره یې (D- 48611) ده او کندز ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې(27,042,920) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
