د غور په لعل سرنجنګل ولسوالۍ کې د سړک جوړلو کار ۲۳ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۲:۱۰
د غور په لعل سرنجنګل ولسوالۍ کې د سړک جوړلو کار ۲۳ سلنه پرمختګ لري

دا سړک چې ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ له سرتکه غال کلي څخه تر دهن تکه غل پل پورې غځیدلی، چې تر دې مهاله یې د رغنیزې چارې له ۲۳ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یاد سړک رغنیزې چارې له دوو انکشافی محلی شورا وو سره د څه باند ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوي چې د ټولګټو وزارت له لوري یې مالي لګښت ورکول کیږي

د یاد سړک له بشپړیدو سره به د لعل او سرجنګل ولسوالۍ سرتکه غال او دهن تکه کلي د اوسېدوونکو د سړک ستونزې هواري شي اوهمدارنګه به د سرجنګل سیمه د یاد سړک پرمټ د یادې ولسوالۍ له مرکز سره او برعکس له دولتیار ولسوالۍ او بلاخره به د غور ولایت له مرکز سره ونښلي

همدارنګه د یاد سړک د رغنیز کار پر مهال به د سیمې د اوسېدوونکو لپاره په مستقیم او غیر مسقیم ډول ۷۵۰ کاري ورځي رامنځته شي چې له بشپړیدو ورسته به ۵۰۰ تنه په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي

ټولګټو وزارت ـ کابل

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS