د جومات اونۍ د پیل او د ۲۷ روژې په مناسبت ټولګټو وزارت کې جومات پرانستل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۶:۳۳
د جومات اونۍ د پیل او د ۲۷ روژې په مناسبت ټولګټو وزارت کې جومات پرانستل شو

د جومات اونۍ د پیل او د ۲۷ روژې په مناسبت ټولګټو وزارت کې جومات پرانستل شو

د غوایي ۱۹مه، ۱۴۰۰

د جومات اونۍ په لړ او د روژې د مبارکې میاشتې د ۲۷ مې نیټې په مناسبت د ټولګټو وزارت په انګړ کې یو باب جومات پرانیستل شو.

یاد جومات چې تازه یې رغنېزې چارې بشپړې شوي، د نارينه لمونځ کوونکو تر څنګ د ميرمنو لپاره هم ځانګړي ځايونه، منظم کتابتون او د مطالعې لپاره مناسب ځای لري.

دا جومات نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې وزارت د وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د وزارت د مرستیالانو، رئیسانو، د ولسي جرګې د یو شمېر استازو او کارکوونکو په شتون کې پرانستل شو.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین، د خپلو خبرو په ترڅ کې د روژې د مبارکې میاشتې په فضیلت او د دې مبارکې میاشتې د وروستۍ لسیزې په لړ کې د قران عظیم الشان د نزول په اړه خبرې وکړي او ویې ویل: جومات چې د سجدې د ځای په مانا دی، د ځمکې پر سر تر ټولو غوره او مقدس ځای دی.

هغه همدارنګه زیاته کړه، هغه څوک چې د جومات د معنوي او فزیکي جوړښت په برخه کې کار کوي، هغوی ریښتیني انسانان او په الله پاک ج پوره ایمان لرونکي خلک دي.

د ټولګټو وزیر د اسلام د ستر پیغمبر آنحضرت محمد مصطفی (ص) د مبارک حدیث مفهوم بیان کړ او ویي ویل: څوک چې جومات جوړ کړي یا یې د جوړلو نیت وکړي او یا هم د جومات په جوړلو کې همکاري وکړي، الله (ج) به په جنت کې ورته کور جوړ کړي.

د ټولګټو وزیر ښاغلي یمین جومات د زده کړي او مبارزې مرکز وبلل او زیاته یي کړه جومات د اسلام مرکز دی او محراب یې د حرب ځای دی چې له دې ځایه د اخلاقو، فکري لوړتیا او تمدن جوړول پیلېږي.

د ټولګټو وزیر یاد جومات چې د ټولګټو وزارت په انګړ کې جوړ شوی، له بیسارو هغو جوماتونو څخه وبلل چې د ښځينه لمونځ کونکو لپاره هم مناسب او ځانګړی ځای لري.

هغه همدا راز د جومات د حفاظت او ساتنې په برخې ټینګار وکړ او له هغو کارکونکو څخه یې مننه وکړه، چې د یاد جومات په جوړلو کې يې نه ستړي کیدونکې هڅې کړې وي.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

BACK TO NEWS