داوطلبۍ ته د بلنې خبرتيا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتيا:

Publish Date

Closing Date

عنوان(د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د قرارداد له مخې د اړتیا وړ پرزه جاتو تدارک او چمتو کولو) پروژه.

د ټولګټو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ ودانیزو توکو د تدارکات او چمتو کولو) لړۍ په پروژه کې ، چې د پېژندنې شمېره یې MOPW/1402/G-13/NCB ده، ګډون وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه مخکې وړاندې کړي.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د ټولګټو وزارت له وب سایټ او تدارکاتو له ریاست څخه، چې د صدارت څلور لارې، پخواني د کورنیو چارو وزارت، د کابل احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته  موقعیت لري، تر لاسه کړي او آفرونه د (1402/06/20) ،د سهار 10:00 بجې چې د افرونو د تسلیمۍ معین او اخري وخت دی ترسره کیږي، انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین: د افر تضمین به د درې سوه او شل زره 320,000 افغانۍ د بانک په ګرنټی / نغدي بڼه وي.

د افرونو د پرانیستلو وخت: (1402/06/20)، سهار 10:00 بجې.

د افر د پرانیستلو ځای: درېیم پوړ د وزارت مقام د غونډو تالار.

یادونه: که چېرې د (1402/06/20) مه نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي..

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولوپروژې قرارداد . . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم  پروژې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

Back to tenders