د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

kalim_admin
د اجارې ورکولو د پرېکړې  خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکوي؛ ترڅو د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او نورو ورته تأسیساتو د جوړولو په موخه یو اغېزمن، اقتصادي او د پلي کېدو وړ طرحه ترتیب او د ۱۴۰۵/۹/۸ نېټې پورې یې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت ته، چې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ څلورلارې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

وړاندې شوې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې د موخې او ډول روښانه او هر اړخیزه تشریح

۲. د پلان شوو تأسیساتو لومړنۍ طرحه

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنۍ اټکل

۴. د پروژې د پلي کېدو مهالوېش

۵. د طرحې احتمالي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶. د اجارې موده: محترم داوطلبان باید د ځمکې د اجارې لپاره خپله وړاندیز شوې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي

۷. د میاشتني کرایې اندازه؛ داوطلب باید د میاشتني کرایې وړاندیز په څرګند، مستند او واضح ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین: فعلاً د تطبیق وړ نه دی.

د طرحو د سپارلو نېټه : د ۱۴۰۵/۹/۸ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت.

یادونه: که چېرې د ۱۴۰۵/۹/۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې ځمکې د اجارې اړونده طرحه به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او ځای کې ترلاسه کېږي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو . . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قرارداد

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو  د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قراردادچې د MO . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۵۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 6 قلمه البسه بابو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 6 قلمه البسه بابو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس د . . .

Back to tenders