داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

Publish Date

Closing Date

 د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا د ۱۴۰۲ مالي کال د اړتیا وړ ودانیزو توکو تدارک او چمتو کول.

د ټولګټو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ ودانیزو توکو د تدارکات او چمتو کولو) لړۍ په پروژه کې ، چې د پېژندنې شمېره یې MOPW/1402/G-09/NCB ده، ګډون وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه مخکې وړاندې کړي.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د ټولګټو وزارت له وب سایټ او تدارکاتو له ریاست څخه، چې د صدارت څلور لارې، پخواني د کورنیو چارو وزارت، د کابل احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته  موقعیت لري، تر لاسه کړي او آفرونه د (1402/05/07) ،د سهار 10:00 بجې چې د افرونو د تسلیمۍ معین او اخري وخت دی ترسره کیږي، انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین: د افر تضمین به د یو سل او پنځه څلویښت زره 145000 افغانۍ د بانک په ګرنټی / نغدي بڼه وي.

د افرونو د پرانیستلو وخت: (1402/05/07) د شنبه ورځ، سهار 10:00 بجې.

د افر د پرانیستلو ځای: د وزارت مقام د غونډ وتالار.

یادونه: که چېرې د (1402/05/07) مه نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي..

Documents

شرط پاڼه

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د اجارې ورکولو خبرتیا - د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په مرکز کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۳۲۷۰ متر مربع اضافي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

په دې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري،چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په مرکز کې د ټولګټو وزارت اړوند د ۳۲۷۰ متر مربع اضافي ځمکه په اجاره . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۲۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو سون توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو . . .

Back to tenders