د اروزگان سړکونو د جوړېدو لپاره د ارزونې تخنیکي ټیم استول کیږي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۸:۳۰
د اروزگان سړکونو د جوړېدو لپاره د ارزونې تخنیکي ټیم استول کیږي

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمين د اروزګان د خلکو له استازي قدرت الله رحيمي سره په خپل کاري دفتر کې د لیدو پر مهال د اروزګانو خلکو ته ډاډ ورکړ چې په لنډو ورځو کې به د دې ولایت د ټولو اړینو سړکونو د هر اړخیزې ارزونې لپاره تخنیکي ټيم واستول شي.

اوس مهال د ترینکوټ ـ کندهار سړک د اساسي ترمیم په موخه تر تخنیکي ارزونې لاندې دی چې د ۲۵ کیلو مټره سړک اساسي ترمیم به یې تر تخنیکي، تدارکاتي او بولۍ پړاونو وروسته پیل شي.

دا سړک د ترمیم لپاره په دوو برخو وېشل شوی چې لومړۍ برخه یې ۱۰ او دویمه برخه یې ۱۵ کیلو مټره ده. د سړک لومړۍ برخه لا هم تر تخنیکي ارزونې لاندې ده خو دویمه برخه یې له تخینکي ارزونې څخه د تدارکاتو پړاو ته تللې چې تر تدارکاتو وروسته به اعلان او د ګټونکي شرکت له خوا به په نږدې وخت کې کار پرې پیل شي.

د یادولو ده چې اروزګان ولایت ته تلونکی تخنیکي ټیم به د ترینکوټ ـ دهراوود، ترینکوټ – چناروتو او ځینې نور سړکونه هم و ارزوي او تر تخنیکي پړاوونو وروسته به یې پر تدارکاتو او عملي چارو کار پیل شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS