د افغانستان-چین د اقتصادي ريلي دهلېز له لارې تردې مهاله لس زره کانټینره انتقالات شوي دي 

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۰:۵۲
د افغانستان-چین د اقتصادي ريلي دهلېز له لارې تردې مهاله لس زره کانټینره انتقالات شوي دي 

 پرون چهارشنبه په حيرتان بندر کې له چین هېواد څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې د چین، قرغيزستان، اوزبيکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځ ته شوي اقتصادي دهلېز په چوکاټ کې حیرتان بندر ته د لس زره ۲۰ فوټ کانټینرو سوداګریزو توکو د را رسېدو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس او  مراسم ترسره شول.
په يادو مراسمو کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د چين هيواد سفير او د ګڼ شمېر امارتي ادارو مسوولينو او د بهرنيو هيوادونو استازو ګډون کړی وو.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده لخوا، اوزبيکستان ته د وروستي سفر پرمهال د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چین ترمنځ د اقتصادي ريلي دهلېز د همکارۍ هوکړه‌ ليک د ۲۰۲۵م کال لپاره څه موده وړاندې تمدید شوی و.
یاد دهلېز چې د چین، قرغيزستان او اوزبيکستان له لارې تېرېږي، د افغانستان د حیرتان-مزارشریف د اوسپنيزې کرښې سره نښلول شوی دی.
د افغانستان، چين، اوزبيکستان او قرغيزستان ترمنځ ياد څلور اړخيزه دهلېز د ا.ا.ا تر فتحې وروسته په ۲۰۲۲م کال کې ايجاد شو، چې په اساس يې حيرتان بندر ته کانټينري انتقالات پيل شول.
تر دې مهاله د افغانستان او چین ترمنځ د یاد ريلي دهلېز له لارې شاوخوا لس زره ۲۰ فوټ کانټينره انتقالات ترسره شوي وو او دا هوکړه‌ ليک بياځلې د ۲۰۲۵ کال لپاره غځول شوی دی.
تمه کېږي، چې د دې هوکړې په غځولو سره به، له دې لارې په ریلي انتقالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
ټولګټو وزارت د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ددا ډول ريلي دهليزونو ايجاد او پراختيا يو مهم ګام ګڼي، ترڅو تجاران وکولای شي په سريع، ارزانه او مصؤنه توګه خپل تجارتي اموال انتقال کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS