د بدخشان په یفتل بالا ولسوالۍ کې د دوه کیلومتره سړک د جوړولو چارې ۹۲ سلنه مخته تللي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۱۱
د بدخشان په یفتل بالا ولسوالۍ کې د دوه کیلومتره سړک د جوړولو چارې ۹۲ سلنه مخته تللي

 

دا جغلي سړک چې دوه کیلومتره اوږدوالي لري د بدخشان ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ اړوند له سمچان درې تر لنګر کلي پورې غځیدلي، اوس مهال یې رغنیزې چارې ۹۲ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

یاد جغلي سړک د ټولګټو وزارت د انرپ یا د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام تر چتر لاندې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

د یادې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د سیمې د اوسېدوونکو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۲۳۷۰ کاري ورځې رامنځته شوي، چې د کار له بشپړیدو سره به یې د یفتل بالا ولسوالۍ د اوسېدونکو هغه ستونزې چې له دې مخکې د ژمې په موسم کې ورسره مخ وو هواري کړي.

انرپ یا د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام چې وړاندې یې یوه لویه برخه له کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره وه تازه ټولګټو وزارت ته په بشپړه توګه انتقال شوی چې د هیواد په کليو او بانډو کې ګڼې پروژې تر کار لاندې لري.

ټولګټو وزارت ـ کابل

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د فراه–فراه رود سړک د رغیزو چارو څخه د ټولګټو محترم وزیر لیدنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا  محمد عیسی ثاني او ورسره مل پلاوي، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال د فراه ولایت د فراه – فراه رود سړک د اساسي رغونې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د ټولګټو وزیر د کندهار - هلمند لویې لارې د ترمیم او بیارغونې او د ګرشک – موسی کلا سړک د رغونې پروژو له کاري بهیر څخه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د کندهار - هلمند لویې لارې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

BACK TO NEWS