د تالقانو ښار دننه سړکونه رغنیز کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۰:۵۵
د تالقانو ښار دننه سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سړکونو دغه پروژه د ټولګټو وزارت لخوا ښاریانو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې تطبیق شوه

یاده پروژه ۵۱.۱۷۱ کیلومټره اوږدوالی او له ۵ تر ۱۳ مترو پورې سور لري، چې د څه باندې ۵۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د جوړیدو چارې د تالقانو ښار په بېلابېلو برخو کې په اساسي ډول بشپړې شوي دي

داچې تخار د هېواد یو زرغون او له اوبو څخه برخمن ولایت دی، د همدې پروژې په تطبیق سره یې ښاري ښکلا لا زیاته شوي دی او د ښار د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې ورسره هوارې شوي دي اودغه راز ګڼ شمېر ښاریان هم ترې دا مهال ګټه پورته کوي

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۳۰
Background image

صاحبزاده: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ سيمه ييز اتصال ته بشپړه زمينه برابره ده

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په سرپرستۍ مل پلاوي د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه د عقرب په ۲۶مه دغه هيواد ته د دوه اړخيزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

په عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د عقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۳۳۶۲۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۴۰۷۸۸). . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۷
Background image

د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د مشهد له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل


د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له. . .

BACK TO NEWS