د جلال آباد - تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره سړک د ترمیم کار د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شو
د ټولګټو وزات لخوا؛ د جلال آباد - تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره اوږد سړک د ترمیم کار د ننګرهار ولایت د والي مرستيال، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس او یو شمېر نورو سیمه اییز مسؤلینو په شتون کې پیل شو.
د سړک د ترمیم دغه پروژه د ټولګټو وزارت او قدیر نصیر خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې د شپږو مياشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي، چې لګښت يې د ټولګټو وزارت لخوا ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده؛ د يادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د سوداګریزو توکو په لیږ رالیږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.