د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې کار جریان لري:
د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا د دغه ریاست اړوند فني پرسونل او شته ماشینري څخه په ګټې اخیستنې سره؛ د یادې لویې لارې د ويجاړو برخو، پُلګوټو او استنادي ديوالونو د ترمیم او د سړک غاړې لښتيو د پاکولو کار جریان لري.
د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له وړاندې له دوو خصوصي ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد کړی دی، چې دا مهال یې چارې عملاً جریان لري.