په جوزا مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۲۳۹۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جوزا مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۲۳۹۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۲۴۲۳۵۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۶۷۶۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۲۲۲۶۱) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۳۱۰۱۸) ټنه، چې ټولټال (۳۱۲۳۹۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په جوزا مياشت کې (۴۸۸۹) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.