د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد د یوشمېر لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۱۵
د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد د یوشمېر لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریځ ده، د واورې اورښت جریان لري، کوچني او لوی مسافر وړونکي وسایط د دواړو لورو تګ راتګ کولای شي، خو باروړونکي وسایط له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه لري؛ په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له لوري د یادې لویې لارې په بېلا بېلو برخو کې مالګې او خاورې شیندل جریان لري. بلخ: د مزارشریف – چارکنت ولسوالۍ مسیر په بیلا بیلو برخوکې د تیزو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی دی چې د رسوبي موادو پاک کاري یې په چټکۍ سره جریان لري. سرپل: د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په مسیر کې د تیزو اورښتتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د یاد مسیر اړوند یو پُلګوټی تخریب شوی او لاره یې د ترافیکو پرمخ بنده کړې ده، د یاد ولایت ټولګټو ریاست پرسونل لخوایې د بیرته پرانیستلو ګړندۍ هڅې روانې دي. بامیان: د بامیان – دایکندي مسیر د واورې له امله د باروړونکو وسایطو پرمخ بند دی او د پاکوولو چاري یې جریان لري. د یادونې وړ ده چې د نورستان ولایت په شمول د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله د رسوبي مواد پاک کاري جریان لري. د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولایتي ټیمونو او کار کوونکو ته لارښونه کړې ده چې د ورښتونو او سیلابونو پروخت دې د هېواد د لویو لارو او سړکونو د پاکولو په موخه بشپړ چمتووالی ولري؛ ترڅو هېواد والو ته مالي او ځاني زیان ونه رسیږي.

...

10 میاشتې 3 اونی ago

...

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۸:۴۶
Background image

د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکون وضعیت

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا ورېځ ده، په جنوبي سالنګ کې د باران او په شمالي سالنګ کې د واورې  اورښت اټکل شوی دی او تونل ته څیرمه د واورې کمزوری اورښت جریان لري، دا مهال مسافر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۳:۳
Background image

د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو له سطحې څخه رسوبي مواد پاک کاري شول

د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د لار ښونې په اساس د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل د هېواد په بیلا بیلو برخو کې د سړکونو او لویو لارو د پاکولو په موخه بشپړ چمتو والی. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۹:۵۳
Background image

د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو

د ټولګټو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا‌‌ء محترم مقام د۹/۱۰/ ۱۴۴۵نیټې، د ۴۶۲۸ مه ګڼه حکم پر بنسټ محترم حافظ انجنیر عبدالطیف صاحب زاده د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست د نوي. . .

BACK TO NEWS